د کندهار امنیه قوماندان د یوې لارۍ بم د شنډولو خبر ورکړ

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان

د کندهار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د یوې لارۍ بم د شنډولو خبر ورکړ.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې لارۍ کې ۵۰۰۰ کیلوګرامه چاوديدونکي مواد وو.

د نوموړي په خبره، دا لارۍ د کندهار په ښار کې نیول شوې چې تر ډېره د ملکي وګړو د زیان احتمال پکې و.