وسله والو کسانو په پروان کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

وسله والو کسانو په پروان ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی.

د پروان امنیتي مسؤلین دا خبره تأیید کړه او وایي چې دغه پېښه نن سهار د بګرام ولسوالۍ په قره باغ سیمه کې شوې ده.

د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال خواجه محمد صدیقې ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت دا کارکوونکی احمد شعیب نومېده او د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د ښاغلي صدیقي په خبره، دغه امنیتي کارکوونکی د رخصتۍ لپاره کور ته تللی و چې د نامعلومو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

دا په روان کال کې د ملي امنیت پنځم کارکوونکی دی چې په پروان ولایت کې ترور کېږي.