د سرپل چارواکي د طالبانو له لوري د سانچارک ولسوالۍ د لرغونو سیمو د کیندلو خبر ورکوي.
د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو له تېرې ورځي راهیسې په ځانګړو دستګاوو چې عتیقه اثار پرې موندل کېږي، د دې ولسوالۍ د زیارتونو کیندنې پیل کړي او اوس هم دوام لري.
د ښاغلي دقیق په خبره، طالبانو د سانچارک ولسوالۍ د ځینو برخو تر نیول کېدو وروسته د همدې وسیلو په مرسته لرغونې سیمې پېژندلي او ځینې سیمې یې تر ۲۰ متره پورې کیندلې دي.
د سرپل امنیتي مسؤلینو هم دا خبره تأیید کړې ده.