په بلخ کې د مخابراتي شبکو د بندېدو له امله سوداګرو ته زیان اوښتی

په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو د بندېدو له امله سوداګرو ته میليونونه افغانۍ زیان اوښتی.

د افغانستان د متشبیثینو د بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د مخابراتي شبکو د بندېدو له امله سوداګر نشي کولای چې د خپلې سوداګرۍ اړوند مسایل پر وخت او په ښه ډول پرمخ یوسي.

د يادونې ده چې له څو شپو راهیسې په بلخ او ځینو نورو شمالي ولایتونو کې مخابراتي شبکې بندېږي چې له امله یې سوداګرو ته سلګونه لکه افغانۍ زیان اوښتی دی.

نوموړی له افغان حکومته د دې ستونزې د ژر هواري غوښتنه کوي، ځکه په خبره یې چې د مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله د دوی چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې د طالبانو له هغې سپارښتنې وروسته چې په دغه ولایت کې یې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه ودرول، سیمه ییزې حکومتي ادارې د دغه اقدام په غبرګون د ورځې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه درولي دي.