د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو پرون د جولای په شپږویشتمه وویل چې یو عسکر یې د عراق پولې ته نږدې په نښته کې وژل شوی دی.
سپاه ویلي چې عسکر یې د "انقلاب ضد عناصرو " سره په نښته کې وژل شوی دی.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانسونو د سپاه د یوې اعلامیې په حواله ویلي چې نښته د کردستان ولایت په سرو اباد سیمه کې شوې ده.
په رپوټونو کې ویل شوي چې په نښته کې د "ضدانقلاب ډلې" غړي وژل شوي، خو شمېر یې نه دی څرګند شوی او وسلې یې هم نیول شوي چې د دې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی.
په نښته کې د سپاه یو عسکر زخمي شوی هم دی.
د عراق او ایران پولې ته نږدې تل د ایران د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې کېږي.