رومانیا ویلي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې صربیا ته د روسیې د یوې سترې پوځي بستې د لېږدېدلو مخنیوی کړی دی.
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون د جولای په شپږویشتمه په یوه اعلامیه کې وویل چې دا ګام یې د هغو نړیوالو بندیزونو پر اساس پورته کړی چې د اوکراین په تړوا پر روسیه لګول شوي دي.
به بیان کې همدا راز ویل شوي چې د اروپايي اتحادیې هېوادونه نه شي کولای چې د روسیې د پوځي بستو ته د ټرانزیټ اجازه ورکړي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د صربیا چارواکو د دې میاشتې په پیل کې شکایت کړی و چې رومانیا اجازه نه ده ورکړې چې د روسیې ۶۰ مستعمل زرهپوشونه او ټانکونه د دانیوب په دریاب کې صربیا ته تېر شي.