پاکستان: په افغان سوله کې د اسلام اباد رول پیاوړی کوونکی پاتې کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل

پاکستان وایي، د افغانستان د سولې په برخه کې د اسلام اباد رول د پیاوړي کوونکي په توګه پاتې کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل تېر ماښام په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد به یې د افغانستان د سولي په پروسه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ده وویل: زموږ رول به د افغانستان د سولي د خبرو د پیاوړي کوونکي په توګه پر ځای وي، موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر غوښتونکي یوو، د دې پروسې د اسانتیا په برخه کې زموږ رول د ټولو له خوا تایید شوی دی.

کابل تل د پاکستان پر عملي اقداماتو ټینګار کړی دی.