په امریکا کې افغان سفیرې د امریکا له ځينو چارواکو سره کتلي

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیرې د امریکا د ملي امنیت شورا له چارواکو سره د افغانستان د سولې او انتخاباتو په ګډون پر روانو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان له سفارته په یوې اعلامیې کې راغلي چې مېرمن رویا رحماني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ملي امنیت د شورا مرستیال چارلز کوپرمن او د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ملي امنیت د شورا د مسؤلې لیزا کورټېس سره لیدلي دي.

د اعلامیې له مخې، په پرونیو خبرو کې امریکایي چارواکو د افغانستان سفیرې ته د افغانستان د جګړې په ختمولو او د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په تړاو د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اعلامیه وایي، مېرمن رحماني په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه هم خبرې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې که د افغانستان جګړې د ختمولو لپاره له پوځي لارو مخته ولاړ شي، په یوې اوونۍ کې ګټل کېدای شي، خو وایي چې دا لار ځکه مخته نه وړي چې د میلیونونو کسانو د ژوند په بیه تمامېږي.

په واشنګټن کې د امریکا د سفارت اعلامیه زیاتوي چې امریکایي چارواکو مېرمن رحماني ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په اړه د امریکا په پالېسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او دا هېواد به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.