د غزني چارواکو د خوګیاڼو د سرپرست امنیه قوماندان وژنه تأیید کړه

د غزني یو انځور

د غزني چارواکي د خوګیاڼو ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د وژل کېدو خبر تأیید کړ.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې سمېع الله پوپل د دې ولسوالۍ پر مرکزي قرارګاه د طالبانو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

ده وویل: د دواړولورو ترمنځ یو ساعت سخته نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د خوګیاڼو د امنیې قوماندانۍ د سرپرست سمېع الله پوپل په ګډون درې تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، دغه راز څلور وسله وال هم وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپله ټوېټرپاڼه په دغو بریدونو کې د څه باندې شلو افغان سرتېرو د وژل کېدو او لسو تنو د ټپي کېدو ادعا کوي.

د غزني د والي ویاند دغه راز په همدې شپه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په چتل خېل کلي کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د لسو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې افغان سرتېرو یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.