د امریکا سنا جنرال مارک میلي د دې هېواد د لویو درستیزانو د کمېټې د مشر په څوکۍ تأیید کړی دی.
میلي به د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې د اوسني مشر جنرال جوزیف ډانفورد ځای ونیسي.
د ډانفورد د کار دوره د اکټوبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
د امریکا سنا جرګې میلي د یوې مخالفې رأیې په وړاندې په ۸۹ موافقو رأیو تأیید کړ.
مارک میلي چې دا مهال د امریکا د پوځ د لوی درستیز پر څوکۍ دنده ترسره کوي، تر دې مخکې په عراق او افغانستان کې هم دندې ترسره کړي دي.
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر د دې هېواد ولسمشر، د ملي امنیت شورا او د دفاع وزیر ته د پوځي مسئلو په برخه کې سلا مشوره ورکوي.