د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر لېوالتیا ښودلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر لېوالتیا ښودلې ده.

مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ له بلومبرګ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: که لازمه شي، په خوشالۍ به هلته (ایران ته) ولاړ شي.

پامپیو زیاته کړه چې تهران ته د سفر پر مهال به تبلیغاتي خبرې ونه کړي، بلکې د ایران خلکو ته به حقایق ووايي چې د دې هېواد مشرتابه څه کړي او ایران ته یې څومره زیان اړولی دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمي تړونه ووت او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.