پامپیو: له افغان ولسمشر اشرف غني سره مې ټيليفوني خبرې ګټورې وې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټيليفوني خبرې یې ګټورې وې.

ښاغلي پامپیو له ولسمشر غني سره د چهارشنبې په ورځ له ټيليفوني خبرو وروسته پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یو پیغام کې ولیکل، موږ موافقه وکړه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې د سولې هڅې چټکې شي او د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

دا ټيليفوني خبرې وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي غني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له واشنګټنه د وضاحت غوښتنه وکړه.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې پرمهال وویل، دی د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه انسانان ووژني.