د تونس لومړنی ولسمشر السېبسي د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو

د تونس لومړنی ولسمشر باجي قاید السېبسي

د تونس لومړنی ولسمشر باجي قاید السېبسي چې د ډموکراتیکو انتخاباتو په پای کې دې مقام ته رسېدلی و، پرون پنجشنبه د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.

هغه چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې بریالی شو، د تونس په یوه پوځي روغتون کې یې سا ورکړه.

السېبسي په تېرو څو اوونیو کې درې ځلې بستر شوی و.

د تونس دولتي خبري آژانس TAP د السېبسي له مړینې څو ساعته وروسته خبر ورکړ چې د پارلمان رئیس محمدالناصر د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د تونس د قوانینو له مخې، د پارلمان ریئیس یوازې درې میاشتې د موقت ولسمشر په توګه دنده ترسره کولای شي او وروسته له هغه باید د نوي ولسمشر د غوره کولو لپاره انتخابات وشي.