وروسته له دې چې محکمې پرون د اوکراین له پخواني ولسمشر پټرو پوروشینکو څخه د هغه د کښتۍ جوړولو د فابریکې د پلور او پېر په قضیه کې پوښتنې او ګروېږنې وکړې، څلورو کسانو د هغه پر موټر حمله وکړه او یو تن د موټر سر ته ور پورته شو.
د پېښې په ویډیويي تصاویرو کې د پوروشینکو ګاردان لیدل کېږي چې یو تن د موټر له سره راکښته کوي او هغه پر ګاردانو سپرې پاشي.
یو بل ګارد په داسې حال کې لیدل کېږي چې د چترۍ په وسیله د بریدکوونکو کسانو پر وړاندې د ځان دفاع کوي چې وروسته لاس او ګرېوان او وهل ټکول پیلېږي او د پولیسو له رارسېدو وروسته برید کوونکي تښتي.
په تصاویر کې همداراز شااوخوا نور کسان ښودل کېږي چې نارې وهي چې پوروشینکو ورک شه.
پټرو پوروشینکو په اپرېل میاشت کې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د اوسني ولسمشر ولادیمیر زیلينسکي پر وړاندې ماته وخوړه.