د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست کاندیدان او انتخاباتي ټیمونه باید د انتخاباتي کمپایونو د دورې د کړنلارې او اوصول مراعت کړي.
د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې د انتخاباتو قانون له مخې سر له یکشنبې ورځې د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره کمپاینونه پیلېږي.
بلخوا په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه ټینګار کوي چې انتخاباتي کمېسیونونه، کاندیدان، عام خلک او رسنۍ دې باید د کمپاین پر مهال د سرغړونې په اړه مستند شکایتونه ثبت کړي.
پهدې اړه نور جزئیات د ازادي رآډیو د خبریال رحمت الله افغان په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5