اشرف غني او جوزف ډنفورډ د ترورېزم پرضد پر ګډې مبارزه ټينګار کړی

اشرف غني او جوزف ډنفورډ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ د ترورېزم پر ضد پر ګډه مبارزه ټينګار کړی دی.

ولسمشر غني نن له جنرال ډنفورډ سره په ارګ کې ولیدل.

د دوی غونډه د ترورېزم سره د مبارزې، افغانستان د سولې او ثبات او ګډو ګټو پر موضوعاتو متمرکزه وه.

ولسمشر غني وویل چې که څه هم افغانستان له ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو د ترورېزم تهدید مشترک دی او له دې ستونزې سره باید ګډه مبارزه دوام وکړي.