سمنګان کې د للمي غنمو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي

د سمنګان ولایت د کرنې ریاست وایي، په‌دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د للمي غنمو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي.

د سمنګان ولایت د کرنې مشر محمد رحمان ارغندیوال نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی تازه سروې ښيې چې د ورښتونو د کچې د لوړوالي له امله دغه حاصلات زیات شوي.

ښاغلي ارغنديوال زیاته کړه:"موږ هرکال سروې کوو چې د کرنې ریاست جمع د احصایې ریاست همکاران سیمې ته ځي او هلته له هر جریب ځمکې نه نمونه اخېستل کېږي، د همدغو نمونو پر اساس وایو چې سږ کال د للمي غنمو د حاصلاتو کچه لوړه ده."

ښاغلی ارغندیوال وایي، د سمنګال ولایت ۸۵ سلنه خلک په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي چې له همدې لارې خپل اقتصاد پیاوړی کوي.