شمالي کوریا په سمندر کې دوه توغندي ویشتي

شمالي کوریا نن پنجشنبه سهار په سمندر کې دوه توغندي ویشتي دي. دا خبره د جنوبي کوریا لوی درستیز کړې ده.

دا دواړه توغندي د شمالي کوریا له ختیځ ساحلي ښارګوټي ونسون څخه توغول شوې دي، ۴۳۰ کیلومتره واټن یې وهلی او په اوبو کې تر راښکته محکې پنځوس کیلومتره ارتفاع ته رسیدلې وو.

دا له هغې را وروسته چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوریا د ټاپو وزمې د غیرې اټمي کولو د خبرو پر بیا پیل سلا شول، د تیرو دوو میاشتو په موده کې د شمالي کوریا د توغندیو لومړنۍ توغونه ده.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د جنوبي کوریا د یو دفاعي چارواکي له خولې ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له دې توغندیو څخه یو ارزولی دی.

د جاپان د دفاع وزیر تاکیشي اېوایا ویلي، توکیو کوم الوتونکي څه نه‌دي لیدلي چې د دوی خاورې یا اوبو ته دې رسېدلی وي او یا دې د جاپان د ځانګړي اقتصادي زون دوه سوه میله ساحې ته رسیدلی وي.

خو ایوایا وویل، که ویشتل توغندي بالسټیک وي، نو بیا د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه سرغړاوی دی او زما لپاره د ډېر خواشینی ځای دی.