د ایران ولسمشر حسن روحاني داسې ښودلې چې ګوندې له بریتانیا سره د تیل وړونکو کښتیو مبادلې ته او پر خپل اټمي پروګرام له امریکا سره غیرې مستقیمو مذاکراتو ته چمتو دی.
د روحاني دا څرګندونې پرون د ایران په یوه رسمي وېبپاڼه کې خپرې شوې دي.
حسن روحاني ویلي چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د اړیکو د ترینګلتیا په هڅه کې نهدی او که دا هېوادونه د ده په وینا له خپلو ایران ضد اقداماتو او له هغې جملې په جبل الطارق کې د ایران د تیل وړونکې بیړۍ له نیولو لاس واخلي، نو د ایران لهخوا به هم مناسب ځواب ترلاسه کړي.
د ایران او بریتانیا ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو د جولای په ۴ مه نیټه په جبل الطارق کې د ایران د تیلو یوه لیږدونکي کښتۍ پهدې شک چې سوریې ته تیل لیږدوي ونېوله.
ایران بیا د جولای په ۱۹ مه په هُرمز تنګي کې د بریتانیا بیرغ لرونکې یوه تیل وړونکې بیړۍ په دې تور چې له نړیوالو قوانینو یې سرغړاوی کړی ونېوله.
حسن روحاني همدارنګه ویلي چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د لېرې کېدو په صورت کې تهران له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی.
د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوي چې امریکا له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمي تړون ووتله او پردې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.