د ایټالیا صدراعظم هغه تورونه رد کړي چې ګواکې روسیې دې د ده پر حکومت نفوذ لرلی وي.
جوزیپي کانټې Giuseppe Conte وروسته له هغه د خپل هېواد سنا ته په استماعیه غونډه کې ګډون وکړ چې د ده پر واکمن ښي اړخي ګوند تورونه دي چې د روسیې تر اغېز لاندې دی.
کانټې د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیې اړوند د ده د حکومت دريځ داسې نهدی چې په نتيجه کې يې د ايټالیا ملي ګټې له خطر سره مخامخ شي.
په دې وروستیو کې د ایټالیا رسنیو راپور ورکړی چې د کونټې لیګ ګوند هڅې کوي چې په یوه قضیه کې د میلیونو ډالرو په ارزښت غیر قانوني روسي فنډ تر لاسه کړي.
د لیګ ګوند مشر او د اټيالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالويني د جولای په لسمه نېټه هغه راپور رد کړ چې وايي، د ده نيږدې مرستيال له مسکو سره د تیلو د یوه توافق په اړه پټې خبرې کړې وې.
ده د پارلمان مخې ته پهدې اړه له وړاندې کېدو ډډه وکړه.
امريکايي وېب پاڼې بَز فیډ ۷۵ دقیقې اوږده غږونه خپاره کړي چې په مسکو کې د اکتوبر په اتلسمه ثبت شوي.
غږونه د سالویني د یوه نيږدې مرستيال په ګډون د درو ايټالویانو او درو روسانو دي چې نه دي پيژندل شوي.
دا شپږ سړي د یوه داسې توافق په اړه خبرې کوي چې له مخې يې يو روسی شرکت په تخفیف شوې بیه د ۱.۵ میليارده دالرو په ارزښت تیل خرڅوي.
بَز فیډ ویلي، داسې شواهد نشته چې دا توافق دې سر ته رسېدلی وي.