ننګرهار کې چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي او ۴ یې ټپیان کړي

په ننګرهار ولایت کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت د خوږیاڼو د وزیرو په سنډلۍ سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کې شپږ مېرمنې او یو ماشوم شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په چاودنه کې د څلورو ټپيانو روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی.

ویل کېږي چې یاده کورنۍ له خپلې سیمې څخه نږدي کلي ته په یو واده کې د ګډون لپاره روانه وه.