د پاکستان یوې محکمې د حافظ سعید تر محاکمه کېدو مخکې دده د توقیف موده غځولې ده.
پر حافظ سعید تور دی چې په ۲۰۰۸میلادي کال کې يې د هندوستان په ممبي ښار کې حملې طراحي کړې وې. په هغو حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
د پاکستان چارواکو د روانې جولای مياشتې په ۱۷مه نېټه وویل چې حافظ سعید یې د ترورېزم د تمويل په تور نیولی دی.
تر نيول کېدو وروسته سعید د اوو ورځو لپاره تر محاکمه کېدو مخکې په بند کې وساتل شو.
سعید څو ورځې مخکې له دې ونیول شو چې ټاکل شوې وه د پاکستان صدراعظم عمران خان امريکا ته سفر وکړي.
واشنګټن په تکراري توګه پر اسلاماباد تور پورې کړی چې هغو سخت دريځو ډلو ته په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکوي چې د هندوستان او افغانستان پر وړاندې جګړه کوي.
د پاکستان د ګجرانواله د ترورېزم ضد محکمې پرون د چهارشنبې په ورځ د سعید توقیف تر ۱۴ ورځو وغځاوه چې د ترورېزم ضد چارواکي خپلې پلټنې بشپړې کړي.
امريکا سعید تروریست اعلان کړی او د ده په اړه یې د معلوماتو په بدل کې د لسو میلیونو ډالرو جایزه هم اعلان کړې وه، خو د راپورونو له مخې سعید په پاکستان کې څو ځلي له زندانه راوتلی او حتی په ازاده توګه یې لاریونو ته ویناوې کولې.