لوګر کې د نایب امین الله لوګري په نوم یو روغتون پرانیستل شو

په لوګر ولایت کې د نایب امین الله لوګري روغتون

په لوګر ولایت کې د نایب امین الله لوګري په نوم یو روغتون افتتاح او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

دا روغتون د پاکستان په مالي مرسته د ۱۸ میلیونه امريکايي ډالرو په لګښت په اساسي او مجهزه توګه جوړ شوی دی.

په هغو مراسمو کې چې پرون د چهارشنبې په ورځ د دې روغتون د پرانېستنې په هدف جوړ شول، د پاکستان د پارلماني چارو وزیر شهریار افریدي او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ګډون کړی وو.

ښاغلي فیروز وویل چې د دې روغتون د جوړولو چارې له لسو کلونو راهيسې پیل شوې وې، خو د ځينو ستونزو له کبله يې کار ځنډېدلی وو چې له ښه مرغه اوس بشپړه شو.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر شهریار افریدي د نایب امین الله لوګري د روغتون په افتتاحیه مراسمو کې وویل چې دا اقدام د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه والي پر لور وړي.

د ښاغلي شهريار په وینا، پاکستان په ننګرهار، کابل او لوګر ولایتونو کې درې روغتونه جوړ کړي او تر اوسه يې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا یو میلیارد ډالره مصرف کړي دي.