اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزیايي علماوو غونډه جوړیږي

د اندونيزيا ملي بیرغ

اندونيزيايي چارواکي وايي، ټاکل شوې ده د افغانستان، پاکستان او اندونيزیا د علماوو کنفرانس په راتلونکي مياشت کې په‌دې هېواد کې جوړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د اعلاميې له مخې د اندونیزیا په بهرنيو چارو وزارت کې د اسیا پاسفیک او افريقا په برخه کې مسؤل دیسرا پارکایا د افغانستان د ملي امنیت شورا له مرستيال عتیق الله نوشیر سره د لیدو پرمهال وویل، د علماوو دا غونډه د اګسټ مياشتې په ۲۷مه نېټه په اندونيزیا کې جوړيږي.

دا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو دوهمه غونډه ده.

په لومړي غونډه کې افغانستان، پاکستان او اندونیزیا په مې مياشت کې د اندونیزیا په بوګور ښار کې سره کتلي وو او د درې واړو هېوادونو علماوو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې افراطیت، تشدد او ترورېزم له هېڅ دین او هېواد سره تړاو نه‌لري او په هېڅ توګه باید سخت دريځۍ ته اجازه ورنه‌کړل شي چې په سیمه کې خپره شي.