په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، پرون چهارشنبه يې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق له بودجې ۱۹.۵ میلیون ډالره د پنځو لکو زیانمنو شویو افغانانو لپاره ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د یوې اعلاميې له مخې د افغانستان د بشري مرستو صندوق هماهنګ کوونکي ټوبي لانزر ويلي، پهداسې حال کې چې د افغانستان وضعیت د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی، پهدغو حساسو شرایطو کې د ۱۹.۵ میلیونه امريکايي ډالرو مرسته له هغو سره کېږي چې د مالي منابعو له کمښت سره مخامخ دي.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق یا «AHF» په ۲۰۱۴میلادي کال کې د بیړنیو بشري مرستو لپاره جوړ شوی وو.