اروپايي ټولنې د هغه شل کلن اوکرایني د راخوشې کولو غوښتنه کړې چې په روسیه کې د ترورېزم په ترويج تورن شوی دی.
د روسیې سترې محکمې د سې شنبې په ورځ پاولو هريب ته د شپږو کلونو بند سزا واوروله. دی په مارچ مياشت کې د شمالي قفقاز سیمې محکمې تورن پېژندلی وو.
هریب وایي، پر ده تورونه د روسیې فدرال امنیتي ادارې له ځانه جوړ کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې هریب له جدي روغتیايي ستونزو سره مخامخ دی او دا وضعیت د ده ژوند ګواښي ځکه اوکرايني ډاکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دی وګوري.
هریب د ۲۰۱۷میلادي کال په اګسټ مياشت کې هغه مهال ورک شو چې دی بیلاروس ته د یوې ښځې لیدو ته لاړ چې دی ورسره پر انټرنیټ معرفي شوی وو.
د ده کورنۍ وايي، د روسیې فدرال امنیتي ادارې ده ته دسیسه جوړه کړې وه.
دې ادارې وروسته اعلان وکړ چې هیرب په روسیه کې د ترورېزم د ترويج په شک بندي دی.