ملي ارمان: د ټرمپ څرګندونې د افغانستان حکومت او افغانانو ته سپکاوی دی

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دې توهینوونکې خبرې بېرته واخلي.

په سرمقاله کې راغلي ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره په ناسته کې داسې څرګندونې وکړې چې په ډیپلوماتیک عرف کې نه‌ځایېږي او دا د افغانستان حکومت او افغانانو ته سپکاوی دی.

د لیکوال په باور دا ډول له سپکاوي ډکې خبرې د یو هېواد د ولسمشر له شان سره چې د نړۍ ستر اقتصادي او پوځي قدرت دی، نه‌ښايي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ټرمپ د څرګندونو سبک ماشومانو ته ورته و.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې ټرمپ تر اوسه نه‌دی پوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه یوازې له یوې ډلې سره ده، نه له ټول افغانستان سره چې امریکا یې په غصه کړې ده.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ډونالد ټرمپ دې د افغانستان تاریخ مطالعه کړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې دا لومړی ځل نه‌دی چې ټرمپ افغانانو ته له سپکاوي ډکې څرګندونې کوي.

د لیکوال په باور افغانستان په هېڅ صورت د امریکا او نورو هېوادونو دغه‌شان تحقیر امېزه چلند نه‌شي زغملی، افغانستان یو خپلواک او مستقل هېواد دی چې له هر بل هېواد سره اړیکې یوازې د متقابل احترام پر اساس پالي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د امریکا په وړاندې د ملي وحدت حکومت چاپلوسانه چلند د دې سبب شوی چې اوس امریکا هم په افغانستان کې له پاکستان او نورو سره معامله وکړي او د لسو میلیونو انسانانو د وژنې او د نړۍ له نقشې د افغانستان د ورکولو ګواښ وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي که افغان چارواکو په افغانستان کې د امریکا له لوري، په جوماتونو، کورنو او روغتونو بمبارۍ غندلې وای، نو د لیکوال په باور اوس به ټرمپ د افغانستان په اړه داسې څرګندونې نه وې کړې.

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان ولس د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې غندي.

په سرمقاله کې راغلي افغانستان له امریکا سره دوه اړخیزې همکارۍ او همداراز دفاعي او امنیتي تړونونه لري او د دغو تړونونو پر بنسټ دواړه هېوادونه د یو او بل خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په احترام قایل دي.