ازبکستان وايي د راتلونکې بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته تیار دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي هېواد یې د راتلونکې بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته تیار دی.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې د هغې اعلامیې له مخې چې د دې وزارت له‌خوا نن خپره شوې ویل شوي چې د بین‌الافغاني خبرو بل دور ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي او سمرقند به د دغو خبرو کوربه وي.

د دغو خبرو د ترسره کېدو مشخصه نېټه نه‌ده ښودل شوې، خو ویل شوي چې په راتلونکې اګسټ میاشت به دغه غونډه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دغه غونډه به بریالۍ وي.

تر دې مخکې مسکو دوه ځلې او دوحه یو ځل د دا ډول غونډو کوربانه وو.