د جنوبي کوریا چارواکي وایي، روسیې په دې اړه چې یوه پوځي الوتکهیې د هېواد هوایي حریم ته داخله شوې، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د جنوبي کوریا یانهوپ خبري اژانس د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جه اېن له قوله نن خبر ورکړ چې ویلي یې دي مسکو سئول ته ویلي چې ښایي یوه تخنیکي ستونزه د دې سبب شوې وي چې دغه پېښه وشي.
د خبر له مخې روسیې ویلي چې دفاع وزارت بهیې په دې اړه سمدستي څېړنه پیل او اړین اقدامات وکړي. د روسیې لهخوا دغه پیغام پرون د روسیې پوځي اتشې سئول ته لېږدولی دی.
د جنوبي کوریا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دغهراز ویلي چې په دې هېواد کې د روسیې د سفارت سرپرست مکسیم ولکوف ورته د دې پېښې په اړه د روسیې خواشیني څرګنده کړې ده.