ځانګړی مفتش مولر د کانګرس یوه استماعیه غونډه کې برخه اخلي

رابرټ مولر ځانګړی مفتش چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه څېړنه

رابرټ مولر به چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه څېړنه کړې، نن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې برخه واخلي.

ځانګړی مفتش مولر درې میاشتې وروسته له هغې چې په دې اړه‎یې له نږدې دونیمو کلونو څېړنو وروسته خپل وروستی راپور خپور کړې په دې ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.

د نوموړي د راپور نتیجه ښیي چې د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسېدلي چې روسیې په دې انتخاباتو کې چې په نتیجه کې یې ډونالد ټرمپ بریالی شو، مداخله کړې ده.

مولر نن لومړی د استازو جرګې قضایي کمېټې او وروسته د استخباراتو کمېټې په غونډو کې ګډون کوي او د دواړو ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو وکیلانو پوښتنو ته به ځوابونه وایي.

ښایي بحثونه ډېر تند وي چې ولسمشر ټرمپ او ملاتړي به‎یې هم په وړاندې سخت عکس‎العمل وښیي چې هغه به تر ډېره انتقادي وي.

د استازو جرګې د قضایي کمېټې مشر جیرالد ندلر فاکس نیوز ته ویلي چې په دغه راپور کې ډېر کره شواهد شته چې ښیي ولسمشر"غټ جرم او له قانون څخه سرغړونې" کړي او موږ به له مولر څخه وغواړو چې حقایق د امریکا خلکو ته وړاندې کړي او وروسته به وګورو چې دغه قضیه څرنګه مخ ته یوسو.