فراه کې پر یوې پوستې برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې فراه ولایت

په فراه کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې لږترلږه څلور پولیس وژل شوي او دوه ټپیان شوي.

دا خبره د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب کړې او ویلي یې دې چې په دې پېښه کې چې د سې شنبې د ورځې ناوخته شوې، دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

هغه نه‌دي ویلي چې دا پېښه چې طالبانو یې مسؤلیت اخیستی، چېرې شوې، خو د فراه اکثره ولسوالۍ ناامنې دي.