اذربایجان افغانستان ته تازه دمي سرتېري واستول

یو شمېر اذربایجاني سرتېري د پوځي تمریناتو پر مهال

اذربایجان افغانستان ته د تازه دمو سرتېرو نوې ډله استولې ده.

د سې شنبې په ورځ د اذربایجان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې افغانستان ته د خپلو نویو استول شویو سرتېرو شمېر نه‌دی یاد کړی، خو ویلي یې دي دا سرتېري به د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

اذربایجاني سرتېري په افغانستان کې له ۲۰۰۲ م کال راهیسې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو په لیکو کې مأموریت ترسره کوي.

د اذربایجان د دفاع وزارت په وینا دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد ۱۲۰ سرتېري حضور لري چې په‌کې دوه تنه پوځي ډاکتران دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې دا وخت شااوخوا ۱۷ زره بهرني سرتېري مېشت دي چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ چارې پر مخ وړي.