ارګ له زلمي خلیل‌زاد غوښتي د څه مودې لپاره کابل کې پاتې شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ښی) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال. July 23 2019

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر اشرف غني سره کتلي.

ارګ وايي د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په لیدنه کې لازمه وګڼل شوه چې ښاغلی خلیل‌زاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې پرون سې شنبه ناوخته د دې لیدنې په اړه له ارګ څخه خپره شوې، په دې اړه چې زلمي خلیل‌زاد د څه لپاره کابل کې پاتې شي، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې په دې لیدنه کې "د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه هر اړخیز بحث وشو."

زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په لړ کې سیمې ته خپل تازه سفر له کابله پیل کړی او ټاکل شوې چې د طالبانو سره اتم پړاو خبرو لپاره به قطر ته هم ولاړ شي.