په غزني کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر له ۳ کسانو سره نیول شوی

د غزني یو انځور

په غزني کې چارواکي وايي چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر او درې تنه چې د انتحاري حملې پلان یې درلود، نیول شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جولای په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پلان درلود چې دا مواد د غزني ښار ته ولېږدوي او هلته انتحاري حمله وکړي.

د نوري په وینا، مشکوک انتحاريان او چاودېدونکي مواد پرون ماښام د ګیرو ولسوالۍ د مزار په سیمه کې نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.