د پکتیکا په مرکز کې نن د جولای په درویشتمه پر ملي پولیسو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې پولیس زخمیان شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند وویل چې په وژل شویو دوو کسانو کې یوه لس کلنه نجلۍ ده.
د پکتیکا د والي ویاند شاه محمد ارین نن ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن ماسپښین وشوه چې هدف یې د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و.
د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان له حملې روغ وتلی، خو درې ساتونکي یې زخمیان شوي دي.
د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.