چارواکي: د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه‌وو شمېر زیات شوی

افغان ښځینه پولیس سرتېرې

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه‌وو شمېر زیات شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله سږکال د پولیسو په لیکو کې د ښځینه‌وو شمېر زیات شوی دی.

د دغه وزارت په خبره، دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۳۵۶۵ ښځې په دندو بوختې دي چې له دې شمېره ۱۲۰۰ یې یوازې سږکال دغو لیکو ته جذب شوې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا د ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر ۲۰۱۱ تنه ښیي.

په دې اړه نور تفصیل د فیروزې عزیزي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان ښځينه سرتېرو راپور