بریتانیا د کښتیو د لارې د خونديتوب لپاره یو سمندري ماموریت غواړي

ارشیف

بریتانیا له خپلو اروپایي متحدینو وغوښتل چې د کښتۍ چلونې د لارې د خونديتوب او خلاصې پرېښودو لپاره یو سمندري ماموریت جوړ کړي.

بریتانیا دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې په هرمز تنګي کې د دې هېواد یوه تېل وړونکې کښتۍ د ایران له لوري نیول شوې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ د کابینې تر غونډې وروسته د ایران له لوري د یادې کښتۍ نیول یوه سمندري غلا وبلله.

نوموړي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د خوندي انتقال لپاره طرحې وړاندې کړي دي.

ښاغلي هنټ زیاته کړه، اوس مهال دوی د اروپا په مشرۍ د ګډ سمندري ماموریت د تنظیم په هڅه کې دي، څو له دې مهمې سیمې څخه د باروړونکو کښتیو تګ راتګ خوندي شي.

جرمي هنټ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د بریتانیا پارلمان ته د تېل وړونکې کښتۍ د نیول کېدو د راپور پر مهال وکړې.

د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال د بریتانیا د پارلمان یو شمېر استازو هم د ایران پر دغه اقدام په کلکه انتقاد وکړ.

ایران تور لګوي چې دغې کښتۍ سمندري مقررات مات کړي، خو بریتانیا دا خبره ردوي.