ټرمپ: پاکستان د افغان جګړې په ختمېدو کې مرسته کولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر خوشبیني ښیي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کولی شي چې په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې د ختمېدو لپاره له سیاسي جوړجاړي سره مرسته وکړي.

ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم سره تر لیدو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او ویې ویل: زه فکر کوم چې پاکستان له زموږ سره مرسته کوي چې له جګړې ځانونه راوباسو.

هغه زیاته کړه: موږ له پاکستان او نورو سره کار کوو چې موږ له افغانستانه راوباسي، هېڅ څوک نه غواړي چې پولیس اوسي، اوس مهال په حقیقت کې موږ پولیس یوو، ۱۹ کاله کېږي چې په افغانستان کې یوو، دا د خندا وړ ده.

ولسمشر ټرمپ اسلام اباد ته د امریکا له لوري د ۱،۳ میلیاردو ډالرو د بېرته ورکولو د احتمال په اړه هم خبرې وکړي.

دا هغه مرسته وه چې امریکا تېر کال له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نه همکارۍ له کبله پر پاکستان بنده کړې ده.

د پاکستان صدراعظم ولسمشر ټرمپ ته وویل چې تر بل هر وخت اوس له طالبانو سره د سولې توافق نږدې شوی دی.

عمران خان وویل: موږ هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې به وتوانېږو چې پر طالبانو ټینګار وکړو چې له افغان حکومت سره خبري وکړي او د سیاسي حل لپاره یوه توافق ته ورسېږي.

امریکا د افغانستان د جګړې په ختمېدو کې د پاکستان همکاري مهمه بولي او په عین وخت کې پاکستان له امریکا سره د اړیکو بیارغولو او پانګونې په برخه کې هڅه کوي.

پنتاګون وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له لوړ پوړو امریکایي پوځي مشرانو سره ګوري او سیاسي تحلیلګران باوري دي چې باجوه د پردې تر شا بحثونو کې مهم رول لري.