د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ د څارونکې ادارې رئیس مړ شو

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ څارونکي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې رئیس یوکيا امانو نن مړ شو.

امانو ۷۲ کلن و.

یادې ادارې د امانو د مړينې لامل نه دی یاد کړی.

یوکيا امانو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار ادارې مشري پر غاړه درلوده او د خدمت موده یې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نومبر پورې پای ته رسېده.

د اعلامیې له مخې، امانو نیت درلود چې له خپلې دندې استعفا وکړي.