کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د افغانستان د کرنې وزارت اټکل کوي چې په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینو له مخې او دا چې په‌دغه ولایت کې د انګور بڼونه زیات شوي، سږ کال به په‌دغه ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.

نوموړی وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېت لري: "د دې لپاره چې د انګور ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره هندوستان، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته‌یې د انتقال ښه زمینه برابره ده."

ښاغلی رستمي وایي، اټکل دا دی چې د کندهار ترڅنګ سږکال به د هلمند ولایت د انګورو محصولات هم زیات شي.