د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
د ملت د خادم ګوند چې زلنسکي نوی جوړ کړی په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ فیصده رأیې خپلې کړي.
دا د اوکراین د خپلواکۍ راوروسته د پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو لوړ سلنه رأیې دي چې یو ګوند یې په یوازې سر ګټي.
د مسکو ملاتړی اپوزېسیون په دوم ځای کې دی او ۱۲ فیصده رأیې یې ګټلي.
د اوکراین د پارلمان پرونۍ ټاکنې یوازې د دغه پارلمان نیمايي برخې ته ځانګړې وې او نیمایي نور وکیلان مستقیماً له ولسوالیو انتخابېږي.