د پاکستان صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان سوله د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نننۍ ناستې یوه مهمه اجنډا بلل کېږي.

هم سپينې ماڼۍ او هم پاکستاني حکومت تأیید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګڼو نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بحث کوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، هیله لري چې امریکا د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر په پاکستان لازم فشارونه راولي: "موږ هیله‌مند یو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي. دا سفر لکه څنګه چې خپله امریکایانو ورته اشاره کړې داسې سفر نه‌دی چې کوم هېواد ته امتیاز ورکړل شي پرته له دې چې پاکستاني لوري ته په واضح توګه وویل شي چې هغوی دې خپل سیاستونه بدل کړي."

عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه لومړی وار دی چې امریکا ته‌یې سفر کړی او هغه هم داسې یو وخت چې هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغو ستونزو یوه لویه برخه وروسته له هغه محسوس شوه چې امریکا تېر کال د افغانستان د سولې په برخه کې پر پاکستان د ناغېړۍ په خاطر سلګونه میلیونه ډالره بند کړل.