نن اوکراینیان له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو کې رأیې ورکوي

د اوکراین د انتخاباتو د رأیې ورکونې د مرکز انځور

نن اوکراینیان د دې هېواد د پارلمان لپاره له وخته مخکې انتخاباتو کې رأیې ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې له ټاکلې نېټې درې میاشتې مخکې یې د دې انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان کړی و، ویلي چې له محاکمه کېدو د وکیلانو معافیت باید پای ته ورسېږي.

هغه له وخته مخکې د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه ځکه کړې وه چې د ده په وینا، تلونکی پارلمان یې له مخالفینو ډک و او د ده د اصلاحاتو د عملي کېدو مخه یې ډب کړې وه.

نظرشمېرنې ښیي چې د هغو ګوندونو کاندیدان ښايي ډېرې رأیې وګټي چې د زیلینسکي د پروګرامونو ملاتړ کوي.