ملګري ملتونه: له ۵ میلیونو زیاتو افغان وچکالۍ ځپلو سره مرسته شوې

د جوزجان ولایت د وچکالۍ ځپلو خلکو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې بشري مرستندویو ادارو په افغانستان کې له پنځو ميلیونو زیاتو وګړو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي دي.

دغې ادارې نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د جون تر۳۰مې یې ۵ ميلیونه او دوه سوه زره کسانو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي.

د دې ادارې په وینا، له دې ډلې شااوخوا ۴نیم لکه یې هغه کسان دي چې په نورو سیمو کې اوسي او پاتې نور له خپلو سیمې نه دي کوچېدلي.

اوچا ویلي چې پر یو شمېر وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې ناامني او نورې ستونزې د دې سبب شوي چې د بشري مرستو رسولو ادارې ونشي کړای چې خلکو ته اړینې بشري مرستې ورسوي.