په خیبرپښتونخوا ایالت کې په دوو حملو کې ۸ تنه وژل شوي

پولیس وایي چې حمله کوونکو نن په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت ډزې وکړې او وروسته یې د روغتون په دروازه کې چې ټپیان ورلېږدول کېدل، چاودنه وکړه چې په نتیجه کې یې اته کسان چې څلور یې پولیس وو، وژل شوي او له دېرشو زیات ټپيان شوي دي.

د دېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم خان ازادي راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د کوتله سیدان د تلاشۍ په پوستو کې دوه پولیس په ډو ووژل او وروسته یوې ښځینه ځانوژونکې د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د دوو پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ووژل.

روغتیايي چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی.

تېره میاشت د پاکستان پوځ ویلي وو چې د سخت دریځو فعالیتونه افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمو کې زیات شوي چې په نتیجه کې یې تېره میاشت د امنیتي ځواکونو لږترلږه لس غړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي وو.