د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ مازیګر درې نیمې بجې د مرکز ګردېز د دوهمې حوزې په سیمه کې چاودنه شوې چې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیزالله په کې وژل شوی دی.
د پکتیا له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیزالله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه د لارې پر سر د یوه ودرول شوي موټر په وسیله شوې ده چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو او د ریموټ کنټرول په واسطه انفجار ورکړل شوی.
د چاودنې له امله د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي حوزوي روغتون، د محصلینو لیلیو او سوداګریزو ځایونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.