غزني: وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وایي، په وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د هوایي بریدونو، کوماندو ځواکونو او پر وسله‌والو د یوه ځانمرګي برید کوونکي د واسکټ د چاودنې په ترڅ کې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په قره باغ او ناوې ولسوالیو کې اوښتې:"د قره باغ ولسوالۍ لپاره د سيلاب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ او د دې ولسوالۍ لپاره د ملا ذاکر په نوم د طالبانو د استخباراتو د یوه مسؤل په ګډون ټول ټول ۳۳ وسله‌وال طالبان په‌دې حملو کې وژل شوي، دوه تنه یې ټپیان شوي او همدارنګه درې وسله‌وال د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي."

چارواکو ویلي چې د ناوې ولسوالۍ اړوند په موسى کليم سيمه کې ۱۵ وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې درېیو ځانوژونکو ورسره خدای پاماني کوله چې د یوه واسکټ وچاوېد.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.