۲ هوایي شرکتونو د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې

د مصر بیرغ

لږترلږه دوو لوېدیځو هوايي شرکتونو د ناڅرګندو امنیتي اندېښنو له کبله پرون د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې.

د بریتانیا هوايي شرکت بریټیش ایروېز او د جرمني هوايي شرکت لوفت انزا د شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه قاهرې ته الوتنې ودرولې او د خپل دې کار په اړه یې هېڅ ډول توضېح ور نه کړه.

بريټيش ایروېز په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی په منظمه توګه د نړۍ په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې امنیتي ترتیبات څېړي.

د دې هوايي شرکت په وینا، قاهرې ته یې د اوو ورځو لپاره خپلې الوتنې ځنډولي او څېړنو ته دوام ورکوي.

پرون له دې څو ساعته وروسته لوفت انزا هوايي شرکت هم اعلان وکړ چې قاهرې ته د جرمني له مونشن او فرانکفورت هوايي ډګرونو څخه خپلې الوتنې ځنډوي، خو زیاته کړې یې ده چې دا الوتنې به نن یکشنبه بېرته پیل کړي.