د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو پلویانو لاریون وکړ

په مسکو کې د الکسي ناوالني په ګډون، د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو او د هغوی نږدې لس زره پلویانو پرون، د جولای په شلمه، لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ازادو او شفافو سیمه‌ییزو ټاکنو غوښتنه وکړه.

دا خبر د یوې غېردولتي دولتي ادارې چې په روسیه کې د مظاهرو او لاریونونو په اړه معلومات خپروي، ورکړی دی.

په وروستیو کې د روسیې د انتخاباتو چارواکو د اپوزېسون ۳۰ کاندیدانو ته اجازه ورنه‌کړه چې د ښاري شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي.

د کرملین عمده مخالف، الکسي ناوالني پرون خلکو ته وویل: "مخکې هغوی له څو وګړو سره لوبه کوله، اوس یې له سل هاو زره وګړو سره لوبه پېل کړې ده. موږ به هغوی ته ور وښيو چې دا لوبه خطرناکه ده."

په روسیه کې د انتخاباتو چارو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې الکسي ناوالني ته اجازه ورنه‌کړه چې د جمهوري ریاست لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

ناوالني وویل چې د هغه د لېرې کولو لپاره سیاسي دسیسه جوړه شوې وه.

په روسیه کې د سېپټمبر په میاشت کې د ښاري شوراګانو انتخابات کېږي.

د مسکو ښاري شورا ته د کاندیدۍ لپاره باید هر وګړي د جولای تر شپږمې څلورنیم زره د تأیید وړ لاسلیکونه را غونډ کړي وای.