د بادغیس چارواکي: لس ملکيان په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس ولایت

په بادغیس کې چارواکي وايي چې د جمعې په شپه لس ملکي وګړي په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي، ضیاالدین اکازي د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته دا معلومات ورکړي دي.

د ولایتي شورا مشر، عبدالعزیز بېګ اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې درې کوچنیان، دوه ښځې او پینځه نارینه وژل شوي دی.

خو د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزي د ملکي تلفاتو دا شمېر تأیید نه‌کړ.

ملکزي وویل چې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه د ملکي تلفاتو په اړه وویل: "خلک چې له کلیو ټیلیفون کوي وایي چې پينځه یا شپږ تنه شهیدان شوي دي. په هغه کې څلور ماشومان او یوه ښځه ده، البته دا د خلکو خبره ده."

د بادغیس د ولایتي شورا مشر اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې په بالامرغاب کې وسله‌والو د ملي اردو یوه اډه محاصره کړې، څرخي الوتکې هڅه کوي چې ضروري مواد ور ورسوي او وسله‌وال طالبان له شاوخوا سیمو ډزې ورباندې کوي.

د بادغیس والي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان د خلکو له کورونو ډزې کوي.